یو ډنمارکی صاحب منصب چی د ناټو په قواو کی یې خدمت کاوه او د افغانستان په جنوب کی په جگړه کی زخمی شوی و، د خپلو زخمونو له لاسه مړشوی دی.
د ډنمارک د اردو مامورینو پرون د ٣۴ کلن جگړن (اندیرز سارود) د مرگ اعلان وکړ.
سارود د دوشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی هغه وخت زخمي شو چی یاغیانو یې پر قطعې باندی د هاوانو ډزي وکړې.
دغي قطعې یوزره پوش چی د سړک پر غاړه د بم چاودني تباه کړی و، بیرته تر خپلي اډې پوری رساوه.
دغه ډ نمارکی صاحب منصب پرون په روغتون کی مړ سو. هغه په افغانستان کی د ناتو په قواو کی شامل و. د سارود په مړیني سره د هغو ډنمارکي عسکرو شمیر چی په افغانستان کی وژل شوي دي ټول اوو تنو ته رسیږی.