پاکستان له پخوانې صدراعظمې بینظیر بهتونه غوښتی دی چې ترهغې پوری وطن ته راستنیدل وځنډوی ترڅوچې ستره محکمه دهغې په خلا ف د ادارې فساد د تورونو په باره کې د حکومت دعفوی په باب پریکړه کوی.
د مطبوعاتو او کولتور د وزارت مرستیال طارق عظیم نن د شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل، دا دبهتو په سیاسې گټه دې چې د محکمې دپریکړی پوری انتظار اوباسی چې دحکومت دعفوی موضوع تائید کړی.
جمهور رئیس پرویزمشرف تیره هفته دعفوی په باره کې فرمان لاس لیک کړی وچې د بهتو او د نورو سیاستمدارانو په خلاف لگیدلی د ادارې فساد تورونه پای ته رسوی. دا د ١٩٨٥ م کال نه تر ١٩٩٩ م کاله پوری موده دربرنیسی.
دغه فرمان د میرمن بهتو یود شرائطونه دی چې د جمهور رئیس سره د احتمالی قدرت شریکول دی او هغې ته اجازه ورکړی چې وطن ته بله هفته بی لدی چې دبند د گواښ سره مخامخ شی، راستنه شی.