د برما نوې رڼا په نامه حکومتی ورځپاڼه لیکي چې حکومت هغه خوراکي مواد او دارودرمل چې د پوځیانو او ددوی د کورنیو لخوا اهدا شوي په پنځوسو معابدو باندې ویشلي دي.
هغه راهب چې پوځیان یې د نیولو په هڅه کې دي وايي بودايي عالمان په دې مجبوره شوي چې پیسې ومني.
خو دوی دا پیسې ناولې گڼي او نه به یې مصرفوي. بودايي راهبانو تیره میاشت د پوځیانو د پیسو د منلو نه انکار وکړ.
د دوی دا انکار د برما په شان یوه مذهبي ټولنه کې د طغیان په معنی دی او دوی بیا په هغو اعتراضونو کې گډ شول چې د پوځي حکومت په ضد و شول.
حکومت خپل وژونکي قواوې د مارش کونکېو د مخنېوى لپاره استعمال کړلى.