رابرټ گېټس د عراق او افغانستان د جگړو د پاره ١٩٠ ملیارډ ډالره غوښتي دي

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس په عراق او افغانستان کی د جگړو د تمویل د پاره د کانگرس نه د نورو څه د پاسه ١٩٠ ملیارډو ډالرو غوښتنه کړې ده.

دا پیسې به په ٢٠٠٨ مالی کال کی چی د اکتوبر په اوله شروع کیږی د جگړو د لگښتونو د پاره وی.

گېټس وایی چی په دې پیسو به داسی عسکري موټر او وسایل هم واخیستل شی چی د بمونو په مقابل کی مقاومت کولا شی، د امریکایی او عراقي عسکرو دروزني د پاره به نور تجهیزات برابر شی او په عراق کی به د امریکایی اډو د بهتري او ثبات د پاره زیاتي پیسې ولگول شی.

د امریکا د کانگرس د بودجې د دفتر په قول د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د میاشتي را پدې خوا د عراق او افغانستان د جگړو د پاره ٦٠٢ ملیارډ ډالره تخصیص شوي دي.

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس پرون د امریکا د مشرانو د جرگې په غونډه کی دې ته اشاره وکړه چی ددې پیسو په سر د امریکا د کانگرس د غړو او د امریکا د ولس تر منځ یو لړ جنجالونه را پیدا شوی دي.

مگر هغه د کانگرس نه وغوښتل چی د امریکا د عسکرو د قربانیو په باب دی هم فکر وکړی.