په نیویارک کی د ملگرو ملتونو په ودانیو کی د اتلسو ملکونو استازی راغونډ شوی او په دی خبری کوی چی په افغانستان کی د بیا رغونې کارونه څنگه پرمخ بوزي او اداره ېې سم کار وکړى.
د دی غونډی مشری د افغانستان جمهورریس حامد کرزى او د ملگرو ملتونو عمومی منشی بان کی مون کوی.
له دی نه دوه ورځی وروسته د ملگرو ملتو په عمومی اسامبلئ کی د نړئ د مشرانو غونډه پیل کیږي.
په ننئ غونډه کی د افغانستان امنیتی ستونزې، دولتی چاری، اقتصادی حالت او د ټولنیزی پرمختیا چاری څیړل کیږی.
د جمعی په ورځ د افغانستان د پاره د ملگرو ملتونو استازی غوښتی وو چی پکارده له افغانستان سره د امنیت په شمول په ټولو برخو کی پراخې مرستی وشی.
تیره اونۍ د ملگرو ملتو د امنیت شورا په افغانستان کی د ناټو په مشرئ د قواو دوره د یو بل کال دپاره هم تمدید کړه. په افغانستان کی تقرېبا ٥٠ زره خارجی عسکر وظیفه تر سره کوی.
په دې کې دناټو او امرېکا قواوې شاملې دي.