د فرانسى د باندنېو چارو وزېر: د اېران اعمال د جنگ د گواښونو سبب شوېدي

د فرانسى د باندنېو چارو وزېر د سېپتبمر د شپاړسمى نېټې تبصرې په نړۍ کې شور او غوغا جوړه کړه. هغه وېلې وو چې نړۍ دې له اېران سره ېوه احتمالي جنگ ته ځان چمتو کاندي. دهغه دغه تبصره ددې سبب شوه چې روسېه او چېن هم خپلې اندېښنى څرگندې کړې.

د امرېکا غږ خبرېال گارې تهامس رپوټ ورکوى چې د فرانسى د باندنېو چار دو زېر دا تبصر ه دهغې ستړېا او ستومانى څرگندونه کوى چې په نورو لوېدېزو هېوادونو کې د اېران داټومى پروگرام په سر جنجال باندې موجوده ده په خاص ډول په واشنگټن کې.

کېن کاتزمن داېران د چار و ېو ماهر چې د کانگرېس د څېړنو له ېوې غېر گوندي ټولنى سره کارکوى وايي چې د فرانسى خارجه وزېر برنارد کوشنر په حقېقت کې هغه وېره څرگندوله چې کېدى شى د بش اداره دېته وهڅول شى چې پر اېران باندې نظامى برېد وکړي.

کاتزمن وايي هغوى داسى احساس کوى چې که چېرې د ابندېزونه په بېړه زېات نشى نو د بش په اداره کې به د نظامى اقدام لپاره فشار زېات شى او ښايي چې جمهور رئېس بش بالاخره د دغه راز ېوه نظامى اقدام دکولو فېصله وکړى.

امرېکا د ملگرو ملتونو د امنېت د شورى د ېو شمېر نورو هېوادونو په شمول دا ادعا کوى چې اېران غواړي ېو اټومى قدرت شى. خو اېران دغه تورونه ردوى او وايى چې اټومى پروگرام ېې د اېنرژى د تولېد لپاره دى.

د اېران او ملگرو ملتونو ترمنځ خبرې اترې په دې کې ناکامې دى چې اېران له خپل عزم نه واړوى. پردې سر بېره امرېکا پر اېران دا تور هم لگوى چې د اېران سپاه پاسداران په عراق کې ېو شمېر ېاغېانو ته وسلې، پېسى او روزنه برابروى.

داسى کېسى هم د امرېکا مطبوعاتوته ورکړل شوې وې چې امرېکا غواړى د اېران سپاه پاسداران د ترهگرو ډلو په لېست کې شامل کړى.

رپوټ وايي چې په دې لړ کې په واشنگټن کې ډېر اټکلونه او اوازې خپرېږى چې داېران سره به څه وشى. الېکس واتنکا ېو امنېتى ماهر وايي په دغو اوازو کې پر دوه مهمو مسلو باندې مهم بحثونه پټ روان دى. ېو بحث د بش په اداره کې روان دى او په دې فکر کېږى چې له اېران سره څه وکړي.

بل مهم بحث په تهران کې روان دى چې امرېکا ته څه ډول ځواب ورکړل شي.

الېکس واتنکا وايي: په داسى حال کې چې ېوه څرگنده فېصله نده شوې چې له اېران سره څه ډول معامله اوبرخورد وشى؛ امرېکا لږ تر لږه داغواړى چې په اېرانېانو باندې عام نړېوال فشار ته ادامه ورکړى او هغه بحث چې په اېران کې روان دى هغه ته د سون مواد برابر کړى.

په اېران کې هم ډېرقوى او جدي بحث په دې روان دى چې دامرېکا په مقابل کې څه وشى، د عراق په باب کومه لاره غوره کړى شى او د اټومى جنجال د حل لپاره کوم ډول درېځ غوره شى.

ماېکل لېډېن د امرېکا د انټر پراېز د انستېتېوت ېو پوهاند چې د بش له ادارې سره نېژدې اړېکى لرى واېې چې دى داېران خلاف د نظامى اقدام ملاتړ نه کوى خو داهم وايي چې بندېزونه موثر ندى او له اېران سره مذاکرات هسې دوخت ضېاع بولي.

ماېکل لېډېن د اېرانېن ټاېم بمب په نامه خپل وروستى کتاب کې لېکى چې امرېکا باېد په اېران کې د رژېم په بدلون باندى کار وکړى. دى وايي زه دانقلاب ملاتړ کوم. دغه اقدام په روسېه کې کار ورکړ نو په اېران کې به ولې کار نه ورکوي.

ډېوېډ اېزنبرگ د امنېتى چارو ېوبل پوهاند داسى وايي د لېډېن په کتاب کې په صراحت داندى وېل شوى چې پر اېران باندې دې بمبارى وشى، خو دکتاب له محتوى نه داسى معلومېږى چې که درژېم د بدلولو بهېر ناکام شى نو بالاخره باېد له نظامى قدرت نه کار واخېستل شى.

دى پېشنهاد کوى چې اول دې د اېران دموجوده رژېم له سېاسى مخالفېنو سره مالى مرسته وشى او دادې وکتل شى چې موږ درژېم دبدلون په برخه کې څه کولى شو.

جورج فرېدمن دا استخباراتو د ېوې غېر دولتى کمپنى ماهر وايي د بش د ادارې پالېسى اوس داده چې اېران دخپو اقداماتو په مقابل کې په ېوه غېر متوازن حالت کې وساتى.

فرېد من وايي موږ اېران ته داسى اشارې ورکوو چې امرېکا دېته چمتو ده چې اېران ته د هغوى د اقداماتو په مقابل کې د سزا ورکولو لپاره په نظامى لحاظ ېوڅه اقدامات وکړى.

که اېران په دې عقېده لرى دانو اوس ېو جدي گواښ دى. او داهم مهمه ده چې امرېکا ددې توان لرى او که نه. تحلېل کوونکي وايي چې اېران هم واشنگټن او ېو شمېر اروپاېان ددغو پوښتنو د ځواب په برخه کې چې - اېران ښاېې ددوى د نظامى اقدام په مقابل کې چېرته او څرنگه بدل واخلى - په ېوه سردرگمه حالت کې ساتلى دى.