جان نېگرو پانټې او جنرال مشرف په اسلام اباد کې ملاقات وکړ

د امرېکا د بهرنېو چارو د وزارت مرستېا جان نېگرو پانټې د پاکستان له جمهور رئېس جنرال مشرف سره دهغه په رسمى دفتر کې نن په اسلام اباد کې ملاقات وکړ.

د پاکستان د بهرنېو چار وزارت ووېل چې دغو دواړو مشرانو په خپل منځي اړېکو، دترهگرۍ سره د مقابلې او نورو سېمه ئېزو موضوعاتو په باب بحث وکړ.

ښاغلى نېگرو پانټې په خپل دوه ورځنى سفر کې د جنرال مشرف حکومت د د ترهگرى سره په جگړه کې دېو مهم انډېوال په توگه وستاېه.

نېگرو پانټې د چارشنبى په ورځ اسلام اباد ته ورسېده او هلته ېې د لومړي وزېر شوکت عزېز او دمدنى ټولنى له نورو استاځو سره د خپل سفر په دوران کې ملاقات وکړ.

نېگرو پانټې دملى استخباراتو چې دامرېکا د ټو لو استخباراتى ادارو مشري کوى پخوانى مشر دى. نوموړى په ٢٠٠۴ او ٢٠٠٥ کلونو کې په عراق کې سفېر و.