افتاب شېرپاو: امرېکا له معتدلو طالبانو سره د خبرواترو ملاتړ کوي

د پاکستان دکورنېو چارو وزېر افتاب شېر پاو وايي امرېکا په قبېلوى سېمو، افغانستان او پاکستان کې د سولې د راوستلو په هلو ځلو کې د معتدلو طالبانو د گډون ملاتړ کوى.

افتاب شېرپاو نن د پنجشنبى په ورځ د امرېکا د بهرنېو چار د وزارت له مرستېال رېچرډ بوچر سره له خبرو نه وروسته خبرېالانو ته ووېل چې امرېکا له هغو پرېکړو سره موافقه لرى چې د پاکستان او افغانستان د سولى جرگې په دې نېژدې وځو کې وکړې.

او هغو هڅو ته دې ادامه ورکړل شى چې دسولې په هڅو کې داسى طآلبان داخل شى چې دى ورته، سوله خوښوونکي، وايي.

رپوټ وايي د سولى لوېه جرگه د تېرې ېکشنبى په ورځ پاېته ورسېده. په جرگه کې ددې لپاره غږ سوى و چې له افراطېت سره مبارزه وشى او ددواړو هېوادونو د سرحدونو په اوږدو کې امنېتى شراېط ښه سى.

دغې جرگې څلور ورځى دوام درلود او شپږ سوه کسانو - چې په هغو کې د افغانستان اوپاکستان د حکومتونو او قبېلو مشران شامل وو - پکى برخه اخېستى وه. رپوټ وايي چې په جرگه کې د ېاغى طالبانو استاځى شامل نه وو.