د امرېکا ېو لوړ رتبه حکومتی استازی پاکستان ته په سفر تللی دی او غواړی چه د پاکستانی مقاماتو سره د ټرورېزم په خلاف د مبارزې او په افغانستان کې د اوسنېو حالاتو په باب مذاکرات وکړی.
د جنوبى اسېا لپاره د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال رچرد بوچر نن د چهارشنبی په ورځ اسلام اباد ته په ېوه دوه ورځنی سفر ورسېده.
ښاغلی بوچر په نظر کی لری چه د پاکستان د خارجه چارو د وزېر خورشېد محمود قصوری، جمهور رېس پروېز مشرف او نورو مهمو حکومتی مشرانو سره خبری وکړی.
په دې خبرو کې به د پاکستان د روانو تازه سېاسی انکشافاتو په باب هم مذاکرات وشی.
د پاکستان جمهور رېس جنرال پروېز مشرف کوښښ کوی چې د ټرورېزم په خلاف جگړه کې د واشنگټن سره خپله ملگرتېا خوندی وساتی.
خو دا زېار هم باسی چه د خپل حکومت په مقابل کی د اسلامی تند روانو د مخالفت چاره وکړی.