په موگادېشو کې د سړک د غاړى بم درى کسان وژلى دي

د صومالېې په پاېتخت موگادېشو کې د سړک د غاړى بم درى کسان وژلى او لږ تر لږه اته تنه ېې زخمېان کړېدى.

د پېښې شاهدان وايي بم نن ددوشنبى په ورځ دمسافرانو په ېوه سروېس باندى وچاودېده. تردې مخکى د پولېسو موټر ترېنه تېرسو خو بم پرې ونه چاودېده.

د مرگ ژوبلې په نورو پېښو کې ټوپک والاو د شپې له خوانه پولېسو پرېوه تاڼه باندى چپاو ور وړ. د غه تاڼه دموگادېشو په جنوب کې پرته ده.

د پولېسو رپوټ وايي چې په دغه برېد کې دوه پولېسان وژل شوېدى. د صومالېې حکومت د سږکال په جنورى کې قدرت ته رسېدلى دى او له هماغه وخت راهېسى ېې له ېاغېانو سره مبارزه پېل کړېده.

موجوده حکومت له خپلو اسلامى رقېبانو نه د حبشى د عسکرو په مرسته قدرت ونېو.

په صومالېه کې له ١٩٩١ مېلادى راهېسى ټېنگ اوباثباته حکومت منځ ته نده را على.