دملگرو ملتونو د خوراکى موادو او کرنې اداره وايي د طا لبانو ددورې له پاى نه وورسته په تېرو شپږ و کلونو کې دافغانستان د غلې محصول دوه چنده شوېدى.
د فاو اداره وايى د على د زېاتوالى ېو علت د هواښه والى دى خو دکرنى او اوبو لگولو دنظام بېارغونه، د تجارتى تخم د صنعت تاسېس او نور انکشافات هم پکى مهم نقش لرى.
په ٢٠٠١ مېلادى کال کې د فاو د ادارې اعدا د او ارقام څرگندوى چې د افغانستان د على محصولات دوه ملېونه ټنه ول او زېاتره ېې غنم و.
توقع ده چې د سږکال حآصلات به څلور اعشارېه شپږ ملېونه ټنه وي. افغانستان لا تراوسه پورې هم دېته ضرورت لرى چې په راتلونکى کال کې اوه سوه زره ټنه غله وارد کړى.
ددغه مقدار ېوه وړه برخه به د خوراکى موادو د مرستى په ډول ورکړل شى خو زېاتره برخه به ېې په بېه واخېستل شى.