جنوبي کوریا د طالبانو بیرحمانه قتل غندلی دی

طالبانو د کوریایانو دوهم برمته کس هم وژلی دی او کوریا دا کار سخت غندلی دی.

جنگیاليو د مذاکراتو لپاره یو بل ضرب الاجل ټاکلی تر څو د پاتې برمته شوو کسانو ژوند بچ کړای شي. دوی تیره هفته په افغانستان کې نیول شوي وو.

د جنوبي کوریا د برمته شوو کسانو کورنیو ددې خبر په اوریدلو سره چې ددغو کسانو له ډلې نه یو بل کس هم وژل شوی دی په سختو ژړا او واویلاو پیل وکړ.

د جنوبي کوریا د باندنیو چارو وزیر دا خبره منلې ده چې طالبانو ٢٩ کلن شم سونگ مین وژلی دی. د باندنیو چارو د وزارت ویاند چو هی یونگ وايي کوریايي کورني د طالبانو په مقابل کې ددې بیرحمانه قتل په هکله خپل قهر او خپگان نه شي پټولی.

شم د هغو دیرویشتو مسیحي فعالینو له ډلې نه ؤ چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې یوه هفته مخکې برمته شوي وو. دده وژنه ددې ډلې د ۴٢ کلن دیني عالم د پنجشنبې د وژنې نه وروسته کیږي.

په داسې حال کې چې جنوبي کوریا د شم د وژنې خبر تاېیدوی، طالبانو د چار شنبې نیمايي د افغانستان وخت د خپلو غوښتنو اخري موده ټاکلې ده.

برمته نیونکي د افغانستان حکومت نه غواړي چې ددوی څو تنه ملگري چې د حکومت سره بندیان دي د برمته شوو کسانو په بدل کې خوشې کړي.

جنوبي کوریا خپل یو لوړ رتبه مامور کابل ته واستاو تر څو د افغانستان د جمهور رئیس سره ددې بحران د پای ته رسیدلو لپاره په گډه کار وکړي.

د جنوبي کوریا د جمهور رئیس ویاند چن هو سون وویل دا هغه کار ؤ چې جنوبي کوریا یې په اوس وخت کې کولای شوای. چن وايي جنوبي کوریا د افغانستان په حکومت باندې ډیر محدود نفوذ لري او دوی تر اوسه ډیر لږ شمیر طالبان خوشي کړي دي.

ده د طالبانو نه غوښتي دي چې دوی د جنوبي کوریا نه هغه څه ونه غواړی چې ددوی په اختیار کې نه وي. چن وايي د جنوبي کوریا جمهور رئیس روه مو هیون اوس هم په پوځي اقدام د طالبانو د ولکې نه د برمته شوو کسانو خوشې کولو پلوی نه دی، خو ده زیاته کړه چې د کوریایانو حوصله هم یو حد لري.

چن وویل: "که چیرې طالبان نور جنوبي کوریایان ووژني نو جنوبي کوریا به هم لاس تر زنې کښېنني."

ده ونه ویل چې جنوبي کوریا به په دې برخه کې له کوم ډول اقدام نه کار واخلي. د برمته شوو کسانو کورنیو د تلویزیون د ژوندي پروگرام له لارې یوه بیانیه خپره کړه او په هغې کې د امریکا نه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې مرسته وکړي.

په دې بیانیه کې د پاتو برمته شوو کسانو د ډلې نه دیوه مور کم کیونگ جا د امریکا نه غوښتنه وکړه چې د برمته شوو کسانو مسئله په بشري توگه وڅیړي نه په سیاسي توگه.

امریکا په افغانستان کې د امنیت او ثبات د راوستلو د هڅو مشري کوي او کوریا د ددو سوو غیر محارب عسکرو په لیږلو ددغو هڅو ملاتړ کوي.

د جنوبي کوریا ځنې کورني امریکا په دې غندي چې د خپل نفوذ نه چې د افغانستان په حکومت یې لري گټه نه اخلي تر څو د برمته نیونکو غوښتنې پوره کړي.

امریکا تل په داسې حالاتوکې د برمته کوونکو سره خبرو نه ډډه کړې ده او دوی یې تل ترورستان بللي دي چې په دوی کې طالبان هم راځي.

طالبان په دې تورن دي چې القاعدې ته د سپټمبر په یولسمه چې کله په نیویارک او واشنگټن باندې د حملو طراحي کوله ځای ورکړي دی.

د مارچ په میاشت کې د یوې معاملې په ترڅ کې پنځه طالبان هغه وخت خوشې شول چې ددوی ډلې د هغوی په بدل کې یوایتالوي ژونالست خوشې کړ.

دا کار د امریکا د مامورینو او نورو له خوا وغندل شو او کرزي وویل چې دا کار به بیا تکرار نه شي.