د امرېکا په سنا کې: دېموکراتانو له عراق نه د عسکرو داېستلو په باب ډېر اوږد بحث وکړ

د امرېکا په مشرانو جرگه کې د دېموکرات گوند مشران بېگا ټوله شپه لگېا وو د عراق نه ېې تر راتلونکي مېلادی کال پوری د امرېکا ېې قواو د راوېستلو لپاره خپل بحث ته دوام ورکړ او د جمهوری گوند په مشرانو ېې فشار زېات کړ چه د عراق نه د عسکرو د راوېستلو په لاېحه باندی خپلی راېې ورکړی.

د مشرانو جرگې رېس او د ېموکرات گوند مشر سناتور هاری رېډ عراق نه د امرېکاېې عسکرو د راوېستلو د پلان ېو مهم طراح گڼل کېږی.

ددی نوې لاېحی په اساس باېد د امرېکا حکومت په راتلونکو ېو سلو شل ورځو کې د عسکرو اېستل پېل کړی او ېواځی دومره عسکر باېد پرېږدی چه عراقی قواوې وروزی او د ټرورزم په خلاف په عراق کې وجنگېږی.

د جمهوری رېاست د مقام لپاره کاندېده او د دېموکرات گوند غړې سناتوره هېلری کلېنټن ددې پلان ملا تړ کوی.

هغې بېگا شپه د بحث په دوران کې ووېل چه امرېکا باېد خپل ټول عسکر د نوموړې په وېنا د څو اړخېز کورنی جنگ له منځ نه راوباسی.

خو د جمهوری گوند غړي او د جمهوری رېاست د مقام کاندېد جان مېکېن په خپله وېنا کې ووېل چه اوس هم په عراق کې د سېاسی پروسې د کامېابئ لپاره وخت شته او د امرېکا د پوځ روانی نظامی ‏هلی ځلی هم نتېجه ورکوی.

مگر هغه ووېل چه د عراق حکومت لکه څنگه چه لازمه ده فعالېت نه کوی او پوښتنه دا نه ده چی اېا دعراق دحکومت د لاسه څه پوره دی او کنه، بلکه اصلي سوال دادی چه نېت ېې لری او که نه.

د بش حکومت د دېموکرات گوند د مشرانو نه غواړی چه د عراق نه دعسکرو د راوېستلو په باب د سپټامبرت رمېاشتې پوری صبر وکړی چه د امرېکا دفاع وزارت خپل راپور خپور کړی.

په دغه راپور کې به معلومه شی چه اېا د امرېکا د پوځ دعسکرو زېاتولو، تش په نامه پلان کار ورکړی دی او که نه.

امرېکا سږکال په عراق کې شل زره نورعسکر اچولى دى.