د لال جومات خونړۍ حمله او د پاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې نارامي

د پاکستان چارواکى وايي دوى په دې باندى غور کوى چې د لال جومات خونړۍ حمله له هغو برېدونو سره تړاو لرى او که نه چې په تېرو څو ورځو کې ېې د پاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې اوېا کسان ووژل.

چارواکېو نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې دوى ددغو دواړو پېښوپه اړېکو باندى څېړنه کوى خوتر اوسه پورې لا کره شواهد په لاس ندى ورغلى.

د پاکستان په شمال ختېځه برخه کې چې څومره کسان ووژل شول دهغو په جمله کې هغه ٢٦ کسان هم شامل دى چې د پولېسو د استخدامولو په دفتر کې په ېوه چاودنه کې ووژل شول. دا حملى په اسلام اباد کې د تېرې اونى له هغې حملى نه وروسته کېږى چې د حکومت او سر تېرو ترمنځ ېې په لال جومات کې د ېوې اونى جنجال پاېته ورساوه.

سرتېرو د لال جومات په ودانۍ کې سنگر نېولى و. په اسلام اباد کې پر جومات باندى له برېد نه وروسته د شمالى وزېرستان په نېمه خود مختاره سېمه کې سر تېرو له حکومت سره د سولى لس مېاشتنى تړون پاېته ورساوه. په لال جومات باندى د حکومت په برېد کې لږ تر لږه ٨٥ کسان ووژل شول.

سر تېرو اسلامى ډلو غږ کړېدى چې پر حکومت باندى حملى وشى اودهغې حملى بدل واخېستل شى چې داسلام اباد په جومات کې حکومت پر هغو سر تېرو وکړه چې دطالبانو پلوېان دى.