ځانمرگی برید کونکی د پاکستان په شمال کې اته عسکر وژلی دی

د پاکستان نظامی مقامات وائې، ځانمرگی بریدکونکی نن دشنبی په ورځ دپاکستان په شمال لویدیځ کې په یو عسکری کتارباندی حمله وکړه او اته تنه عسکر ئې ووژل.

نظامی نطاق تورن جنرال وحید ارشد وائې، په دغه حمله کې لږ تر لږه څلورعسکر زخمیان شویدی. دا حمله دافغانستان سرحد سره نژدی په شمالی وزیرستان کې شویده.

دغه حمله د پرونی احتجاجی مظاهری نه وروسته شویده چې هدف ئې داسلام اباد په لال جومات باندی د پوځ په حمله باندی احتجاج کول و.

جمهور رئیس پرویزمشرف دیوې هفتې دجنجال نه وروسته دسه شنبی په ورځ عسکرو ته امروکړ چې په لال جومات باندی ورننوځی.

د دوه ورځنیو نښتیو په موده کې په لسگونو افراطیان او لس عسکر وژل شوی وو.

پرون دجمعی په ورځ داسلام اباد، کراچې، پیښور او لاهور په شمول د پاکستان په ټولو لوی ښارونو کې دحکومت په ضد احتجاجی مظاهری شوی وی.