جاپان پارلمان نن په عراق کې ددغه هېواد د هواېې قواو د جنجالی مامورېت مؤده د دوو کالو پوری نوره هم  اوږده کړه

جاپان پارلمان نن په عراق کې ددغه هېواد د هواېې قواو د جنجالی مامورېت موده پرون د دوو کالو پوری نوره هم اوږده کړه. د پارلمان دواړو جرگو ېې منظوری ورکړه.

جاپان د عراق نه خپلو لوژېستکې او استحکام قواو عسکر تېرکال وښکدل. دغو عسکرو د عراق په جنوب په سموه ښارکې د ابادئ پروژې بشپړی کړلی، مگر د هواېې اکمالاتو ېوه دوه سوه کسېزه قوه ېې پرېښوده چه د کوتټ نه د ملگرو ملتونو او امرېکا ېې قواو لپاره اکمالات ورسوی.

خو ډېر خلک د جاپان په دغه کار باندی اعتراض کوی اوواېې چه په عراق کې ېې د عسکرو موجودېت د جاپان د اساسی قانون د غوښتنو سره ېو مخالف عمل دی، ځکه اساسی قانون خارج ته د عسکرو د لېږلو اجازه نه ورکوی.