د امریکا جمهور او د اسرائیلو صدر اعظم نن سه شنبه په سپینه ماڼۍ کې غږیږي

د امریکا جمهور رئیس جورج بش او د اسرائیلو صدراعظم اهود المرت نن سه شنبه په سپینه ماڼۍ کې د منځني ختیڅ د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو په موضوع غږیږي.

د سپینې مانۍ ویاند توني سنو وايي چې په خبرو کې د اسرائیلو د حکومت سره د امریکا په دوامداره ملاتړ او د هغو کسانو د ننگې څرگندول دي چې د منځني ختیڅ د سولې په برخه کې د دودولتونو د حل د لارې سره موافق دي.

سنو همدارنگه وايي چې جمهور رئیس بش ددوشنبې په ورځ د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

عباس د حماس په مشري د فلسطین صدراعظم له کاره گوښه کړ او د یکشنبې په ورځ د یو بل حکومت د تشکیل اعلان وکړ.

حماس د غزې د تړانگې کنټرول تیره هفته تر لاسه کړ او فتح یې چې په لویدیزه غاړه کې د چارو کنټرول په لاس کې لرې له غزې نه وویست.

ددوشنبې په ورځ امریکا او اروپايي ټولنې اعلا ن وکړچې پلان لري چې د فلسطین د حکومت سره چې مشري یې اوس حماس نه کوي خپلې مرستې بیا پیل کړي.