د پولیسو په یوه موټر کي بمي چاودني پنځه دېرش تنه ووژل

نن په کابل کې په یوه خونړی چاودنه کی پنځه دیرش تنه مړه او همدومره نور ټپیان شول. چارواکي وایي د طالبانو د حکومت له پرزېدو وروسته په کابل کې د دغې خونړۍ پېښې ساری نه لیدل کیږي.

د کابل د امنیې قومندان مرستیال زلمي خان وویل، ”چاودنه د پولیسو د اکاډیمۍ په هغه بس کی رامینځ ته شوه چي پولیس په کې سپاره وو او په نتېجه کې یې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول”.

د چاودنې غږ په کابل کی د سهار په اتو بجو او لسو دقیقو هرې خوا ته واورېدل شو.

د کابل د پولیسو د جنایي جرمونو سره د مبارزې مشر علي شاه پکتیاوال وویل په چاودنه کې تر دېرش زیات پولیس او ملکی کسان وژل شوی دي.

”‎زمونږ د هیواد او د سولې دښمنانو ترهگرو او د القائده د غړو له خوا اېښودل شوی بم د چاودنې په نتېجه کې تر دېرش زیات پولیس ووژل او ډېر نور یې ټپیان کړل او هغه روغتون ته رسول شوي دي” ‎ بس ته د رسیدلي تاوان نه ښکاري چې بم د بس په لومړی برخه کی ځای پرځای شوی وو خو بلخواه چارواکي اوس هم پدې لټه کې دي چې دا یوه بمي چاودنه وه او که ځانمرگی برید وو.

د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته د هیواد په پلازمېنه کې دا تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده. ایسوشېټډ پریس خبری اژانس چي له امریکا، ملگرو ملتونو، ناټو او افغان حکومت څخه یې احصاییې را ټولې کړې دی وایی سږ کال په بریدونو کې د افغانستان د امینتي قواوو لږ تر لږه ٣٠٧ تنه وژل شوي دي.