د اتو پرمختل لیو هیوادونو مشران د دی ټولنی په کلنی غونډی کی د گډون لپاره د هایلیگن دام تفریحی ښار ته ورسیدل.
د جرمنی صدراعظمی انجیلا میرکل د رسمی غونډی د تالار په مخکی کی د جاپان صدراعظم شنزو آبی، د ایټالیا صدراعظم رومانو پروډی، د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر، د برتانیی صدراعظم ټونی بلیر، د فرانسی جمهور ریس نیکولاس سرکوزی، د امریکا جمهور ریس جورج بوش او د روسیی جمهور ریس ولادمیر پوټین ته ښه راغلاست وویل.
رسمی غونډه پیل شوه او هیله کیږی چی د نړی د اتو پرمختللیو هیوادونو مشران به د نړیوال اقتصاد، کوسوو، دارفور او منځنی ختیځ د حالاتو برسیره په نړی کی د تودوخی په زیاتوالی، تجارت او د افریقایی هیوادونو په وضعیت خبری اتری وکړی.
دا سرمشریزه غونډه پداسی وخت کی کیږی چی د روسیی د جمهور ریس ولادیمیر پوتین او امریکا او اروپا اړیکی د ځینو اخلافونو لامله سړی شوی دی.
د غونډی نه وړاندی تیری څو ورځی د ولادیمیر پوتین د هغو خبرو تر شعا لاندی وی چی په پولنډ او چک جمهوریت کی د امریکا لخوا د نوی مزایلو د تنصیب د پلان په ضد کړی وی.