د افغانستان په ختېځ کې دناټو ېو عسکر او ېو افغان تر جمان وژل شوېدى

د اتلاف ېو خبر لېک وايي ېاغېانود شنبىپه ورځ د اېتلاف پرېوه کاروان باندى ناڅاپى حمله وکړه. هغوى په دغه حمله کې له ټوپکو او راکټ لانچرونو نه استفاده کوله.

په دغه حمله کې د ناټو اوه تنه عسکر زخمى شوېدى. په رپوټ کې دتلفاتو دقېق شمېر او دحملى ځاى ندى ښودل شوى.

په ېوه بل انکشاف کې دافغانستان د دفاع وزارت وايي ناټو او افغان قواو په گډه د افغانستان په درى جنوبى ولاېتونو کې د پنجشنبى په ورځ عملېات پېل کړېدى.

د دغو عملېاتو مقصد د بېارغونى دکارگرانو لپاره دامنېت برابرول دى. دغه عملېات په غزنى، کندهار اوهېلمند کې کېږى.

د افغانستان د دفاع وزارت ېو چارواکى جنرال محمد ظاهر عظېمى وايي ددغو تهاجمى علمېاتوپه نتېجه کې ٦٠ تنه طالبان د جمعى په ورځ له هېلمند نه تښتېدلى دى.

هغه ووېل سر تېرى هغه وخت مړه شول چې غوښتل ېې د هلمند له سېند نه په وړه بېړى کې تېر شى خو بېړۍ په اوبو کې ډوبه شوه.

افغان چارواکى وايي په تېرو څوورځوکې افغان او دناټو قواو لږ تر لږه دېرش طالبان په هېلمند اوغزنى کې د گډو عملېاتو په ترڅ کې وژلى دى.

په دغو جگړو کې دوه افغان عسکر هم وژل شوېدى.