د بر تانېې د گارډېن ورځپاڼه ددوشنبى په ورځ دناټو له قوله لېکى دامرېکا په مشري قواو لږ تر لږه ١٣٦ کسان چې گومان کېږى طالبان به وي په هرات کې په ېوه جلا حمله کې ووژل.
تردې وروسته د بر تانېې د قواو پر مختگ د سنگېن دولسوالى په لوري پېل سو.
د سنگېن ولسوالي دهېلمند ولاېت د گرشک ښارته نېژدى ده. گارډېن لېکى هغه خبرېالان چې له دغې قوې سره ېوځاى روان دى هغوى وايى برتانوي عسکر پېاده روان دى خو اپاچى هېلېکوپټرونه ېې پر سر گرځى.
د بر تانېې د قواو قوماندان ډگرمن سټوارټ کارور وايى دا حمله د هغه ستر پلان برخه ده چې مقصد ېې په هلمند کې د حکومت د واک او اختېار پراخول دي.
د برتانېې د قواو په مشرۍ په دغه تهاجمى برېد کې دناټو او افغانستان تردرو زرو زېاته قوه شامله ده. رپوټ وايي دا حمله د سنگېن په ولسوالى کې د روانوعلمېاتو ېوه برخه ده. دناټو د قواو د ېو خبرلېک له مخى په تېرود رو اونېو کې په دغو عملېاتو کې د طآلبانو ١٥٠ تنه جنگېالي وژل شوېدى.
په دغه قوه کې د بر تانېې ېوولس سوه عسکر ، دامرېکا شپږ سوه او دافغانستان زر تنه عسکر شامل دى. نور عسکر د ډنمارک، استونېا، کاناډا او نېدرلند د هېوادونو دى.
د ناټو قواو په ېوه خبر لېک کې وېل شوېدى چې دغو عملېاتو دوام درلود او په دې ترڅ کې د سر تېرو طالبانو ېو څو سنگرونه وران سوېدى.
په افغانستان کې داېساف سېمه ئېز قوماندان، تورن جنرال ټان وان لي وايي اوسنى عملېات به نور هم د طالبانو زور اوقو ت چې د افغانستان د حکومت د بى ثباته کولو په برخه کې ترېنه کار اخلى کم کړى.
هغه ووېل تراوسه پورې د ملکى تلفاتو په باب کوم خبر نشته. جنرال لي زېاته کړه په دغو عملېاتو کې د ې مسلى ته زېاته پاملرنه شوېده چې دملکېانو د تلفاتتو مخنېوى وشى.
د گارډېن ورځپاڼه لېکى اوس په افغانستان کې د برتانېې (٦٣٠٠) عسکر موجود دى. ددغو عسکرو زېات شمېر په هېلمند کې ځاى په ځاى کړى شوېدي.
رپوټ وايى هېلمند د طالبان قوى مرکز بلل کېږى او دا پېنو د تولېد مهمه سېمه ده. توقع ده چې برتانوى قوه په دغو عملېاتو کې د اپېنو په فصل باندى څه غر ض ونلرى. تېره اونى د اېساف راډېويى پېغام کې کروندگرو ته ډاډ ورکړل شو چې ددوى په فصل به غرض نه کېږى.
گارډېن لېکى دافغانستان حکومت په دې خبره انتقاد کړېدى او وايي چې په دغې پالېسۍ باندى عمل کول ېوه اشتباده. په هرات کې دامرېکا په مشرى حمله، د سږکال د جنور ى دمېاشتى راهېسى خونړئ حمله بلل شوېده.
د دوشنى په ورځ کلېوالو په دغه حمله باند ى انتقادونه وکړل. گارډېن لېکى په دغه حمله کې ٨٧ تنه چې گومان کېږى طالبان به وي تېره ورځ په هوايي بمبارى کې د زرکوه په دره کې ووژل شول.
گارډېن لېکى دوه ورځى مخکى په همدى سېمه کې په ېوه داسى جگړه کې چې مخامخ ډزې او هوايى بمبارى پکى وه ۴٩ کسان چې گومان کېږى طالبان به وى ووژل شول.
په دغه حمله کې دامرېکا ېوعسکر هم ووژل شو. ناټو وايي په دغه نښته کې ملکېانو ته تلفات ندى ور اووښتي خو داخبره په مستقل ډول نشى تائېد کېدلى.
د شېن ډنډ د ولسوالى د امنېې قوماندان جنرال گل اقا وايى وايي د شېن ډنډ په ولسوالۍ کې د پولېسو ددفتر مخى ته ډېر کلېوال راټول شوي وو او دامرېکا ضد شعارونه ېې ورکول.
د زرکوه دره هم په شېن ډنډ کې پرته ده. هغه ووېل چې په دغه حمله کې زېات شمېر کسان وژل شوېدى خو هغه ېې شمېر ونه ښوده.
گارډېن لېکى د ژمى له کرارۍ نه وروسته په دې نېژدې اونېوکې په افغانستان کې په تشدد او مرگ ژوبله کې زېاتوالى راغلى دى.