د امریکا د سنا مجلس هغه وړاندیز شوی طرحه چی د دوه زره اته کال مارچ میاشت نه وروسته په عراق کی د پوځی عملیاتو لپاره د نورو پیسو غوښتنه پکی شامله ده،رد کړه.
قانون جوړونکو د ژور پام نه وروسته دغه پیشنهاد رد کړ کوم چی د دیموکراتانو له خوا تخمین شوی و، اوه شپیتو سناتورانو ددی وړاندیز مخالفه او یویشتو نورو په پلوی رایه ورکړه.
دغه رایه ورکونه د ډیرو څارونکو لخوا تر څیړنی لاندی وه چی سنا مجلس به د راتلونکی جگړۍ لپاره کوم قانون تصویب کړي. جمهوررئیس بوش د عسکرو د بیرته راویستلوپخوانی لایحه ویتو کړې وه.