جمهوررئیس بوش وائې، ایران باید دبریتانی دسمندری قواو  پنځلس ماڼوگان او پلی عسکرخوشی کړ

جمهوررئیس بوش وائې، دبریتانی ماڼوگانو غلط کارندی کړی او باید سمدستی خوشی کړی شی . ښاغلئ بوش خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې دبریتانی دبرمته شوو کسانو موضوع یوه جدی موضوع ده ځکه چې ایرانیانو دغه کسان دعراق په اوبوکې نیولی دی . او دا دبهانی وړسلوک ندی . او زه په کلکه دبلیرد حکومت د کوښښونو ملاتړ کوم چې غواړی دغه موضوع په سوله ایزه طریقه حل کړی . دایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد پرون دشنبی په ورځ بیا وویل، بریتانویان دایران اوبوته په غیرقانونی توگه ننوتی دی او دتونی بلیرپه حکومت ئې انتقاد وکړچې نه ئې ددغې پیښی په باره کې عفوی وغوښتله او نه ئې افسوس څرگند کړ. بریتانیه وائې، ددوی دسمندری قوا افراد دعراق په اوبوکې وو چې دوی دایران دپاسداران انقلاب قوا ونیول . تهران وائې، دوی په غیرقانونی توگه دایران اوبوته ننوتی وچې دشط العرب په جنجالی تنگی کې ونیول شول . دایران او عراق دشط العرب دتنگی په سره جنجال دی . دغه جنجال دایران سره دغنی یورانیمو په سربین المللی جنجال لانورپسی زیات کړیدی . دا یو دلیلونونه دی چې امریکا دبرازیل دملی پټرولیم دشرکت پیټروبراس نه غواړی چې په ایران کې کار بندکړی . په کیمپ ډیویډ کې دجمهوررئیس بوش سره دخبرو نه وروسته جمهوررئیس لولا چې ترجمان ئې خبری ترجمه کولی، وویل، برازیل دایران سره سیاسی اختلاف نلری او هغه تجارتی اړیکی به ونه ځنډوی چې دملگرو ملتونو داقتصادی بندیزونو نه نوی . ښاغلئ لولا خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې: پیټرو براس به په ایران کې دتیلو په سیکټورکې پانگی اچونی ته دوام ورکړی . ایران دبرازیل مهم تجارتی انډیوال دی . دوی له موږنه څه دپاسه د یومیلیارډالرو په ارزښت شیان اخلی او موږورباندی هېڅ شی نه پلورو. ځکه نو زه ددی طرفداریم چې عادلان تجارت هغه تجارت دی چې یو څوک اخیستل او پلوروکړی شی . جمهوررئیس بوش وائې، دی هیله لری چې هیوادونه به دایران سره په چال چلند کې له ډیر احتیاط نه کارواخلی ځکه چې ښاغلی بوش وائې، ایران کوښښ کوی ،اتمی وسلی جوړی کړی چې دابه دنړۍ سولې ته غټ گواښ وی.