دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره مېرمن راېس وايي داسراېېلو او فلسطېن مشرانو  په دې موافقه وکه چې په منظم ډول له ېوبل سره ملاقات وکړى

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره مېرمن راېس وايي داسراېېلو او فلسطېن مشرانو په دې موافقه وکه چې په منظم ډول په هرو دوو اونېو کې له ېوبل سره ددې لپاره ملاقات وکړى چې په امنېتى مساېلو بحث وکړي. مېرمن راېس دا اعلان نن د سه شنبى په ورځ په بېت المقدس کې په ېوخبرى کنفرانس کې هغه وخت وکړ چې خپل سفرېې پاېته ورساوه. هغي ووېل چې د اسراېېلو لومړى وزېر اېهود اولمېرت او د فلسطېن جمهوررئېس محمود عباس به د پرمختگ لپاره په ډېرو مهمو مساېلو بحث وکړى. هغې ووېل په دې کې په غزه کې د فلسطېنى سرتېرو له خوانه د راکټونو د ډزو مخه نېول، او په لوېدېزه غاړه کې چې داسراېېلو تر ولکى لاندى ده د فلسطېنېانو په تلو راتلو باندى د بندېزونود اسانه کولو په څېر مساېل شامل دى.