امریکا د افغانستان پر حکومت باندی لدی کبله انتقادونه کړی دی چی د طالبانو څو بندیان یی دایټالوی ژورنالیست په بدل کی چی یاغی طالبانو تښتولی و ، خوشی کړی دی.
دامریکا د باندنیو چارو دوزارت نطا ق ، شان مکارومیک ، ویلی چی دا معامله به هر قسم عواقب ولری.
هغه وویل چی امریکا تروریستانو ته د امتیازاتو ورکولو مخالفه ده. او د طالبانو دغه خوشی سوی غړی ، ممکن خطرناک وی.
د بلی خوا دبرتانیی د بهرنیو چارو د وزارت یوی نطا قی وویل چی دا معامله نو رو سړو تښتونکو ته غلطی اشاری رسوی.
مگر دایټالیا دغه خبریال د دغی معاملی نه دفاع کړیده. او ویلی دی چی دغه کار د د ی د پاره سوی چی دیوه انسان ژوند خوندی سی.
افغانستان د ماسترو گیاکومو د ازاد ولو په بدل کی ، پنځه بندی طالبان خوشی کړل. دغه ژورنالیست د دوشنبی په ورځ د دوو هفتو اسارت نه وروسته ازاد سو. طالبانو دهغه د ډریور سر غوڅ کړ او تر جمان یی لا تر اوسه هم بندی ساتلی دی .