په عراق کې دځانمرگی بمونو دچاودنونه وروسته تقریبآ د هغو ٣٥٠  تنو علاج شویدی چې دکلورین زهری گازوریاندی اغیزه کړی وه

دامریکا نظامی مقامات وائې، په عراق کې دځانمرگی بمونو دچاودنونه وروسته تقریبآ د هغو ٣٥٠ تنو علاج شویدی چې دکلورین زهری گازوریاندی اغیزه کړی وه. دغه ماموران وائې،دوه ځانمرگی چاودنی نن دشنبی په ورځ په فلوجه کې شویدی چې مرگانی کیمیاوی مواد ئې لرل. رپوټونه وائې، په دغوچاودنو کې لږترلږه دوه تنه پولیسان وژل شویدی . دکلورین گاز دبدن پوټکی سیزی او ځنی وخت دمرگ سبب هم کیږی . تیره میاشت په عراق کې دامریکا بولوړ قوماندان خبرداری ورکړچې یاغیانودداسی بمونو په چاودنوباندی پیل کړیدی چې کلورین پکې دی، په داسی حال کې چې دا ددوی دمبارزی یوه برخه ده چې غواړی په دغه جنگ ځپلی هیواد کې بی ثباتی پیدا کړی . په عینی حال کې دامریکا نظامی مقاماتووویل، دائتلاف قواو په دوه جلاحملو کې اته لس ‏(‎١٨ ‏)‎ مشکوک افراطیان ونیول . دغو مامورانو وویل، نن شنبی په ورځ دبغداد شمال پلو ته دبلد ته دولس تنه مشکوک کسان ونیول شول.دائتلاف قواو دسرک دغاړی بمونه، ډول ډول وسلی ،راکټ لېچرونه اولاسی بمون ونیول . په عینی حال کې دامریکا نظامی مقامت وائې، دائتلاف یوعسکر په داسی وخت کې دبغداد شمال پلوته په باقوبه کې دعملیاتو په وخت کې وویشتل شواو ووژل شو. له بل پلوه عراقی مقامات وائې، دبغداد جنوب پلوته دحیلااودهیواد په شمال کې دموصل په سیمه کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دوه پولیسان ووژل شول اودری تنه نور زخمیان شول .