دافغانستان ولسی جرگی دپریکړی بدله شوی بڼه تصویب کړه

دافغانستان ولسی جرگی دپریکړی بدله شوی بڼه تصویب کړه چې څه دپاسه ددولسیزو دجنگ په وخت کې هغو افغانانو ته عفوی پکی غوښتل شویده چې دجنگی جنایتونو تورونه ورباندی لگیدلی دی . ښاغلې کرزی نن دشنبی په ورځ دغه لائحه بیرته پارلمان ته دځینو بدلونونو سره استولی وه . په دغه نوی پریکړه دهغو قربانیانو حقوق منل شویدی چې غواړی دهغو کسانو په خلاف عدالت وچلیږی چې دجنگی جنایتونو گمان په کیږی . په پخوانی لائحه کې هغوافغانانوته عفوی شوی وه چې دنولسوه اتیاپه لسیزن کې ئې دشوروی داشغال په خلاف جنگیدلی وواو دشوروی دعسکرو دوتلونه وروسته هیواد په کورنی جنگ کې گیرشو. په دغې نوی لائحه کې دقربانیانو حقوق ېو څه ژغورل شویدی . دبشری حقوقو بین المللی ډلو دافغانستان له حکومت نه غوښتی دی چې هغه کسان دی محاکمه کړی چې دجنگی جنایتونو تورونه ورباندی لگیدلی دی . په تورنوکسانوکې دپارلمان غړی هم شامل دی . ددغې لائحی پلویان وائې، دابه په افغانستان کې بیاپخلاکیدنه او سوله پیاوړی کړی. مگر دپارلمان ځینی وکیلان او دحکومت ماموران وائې، که جنگی جنایت کاران دعدالت دمنگلونه خلاص شی نو سوله به ټینگه نشی . دپارلمان دواړو جرگو دروان کال په سرکې ددغې لائحی لومړی بڼه تصویب کړی وه .