دعراق جمهوررئېس جلال طالبانى د ېکشنبې په ورځ د سورېې پاېتخت دمشق ته سفر کړی

رپوټ واېې دا په تېرو درې لسېزو کې اول ځل دى چې ېوعراقي مشر سورېې ته سفر کوى. ښاغلى طالباني به د سورېې له جمهوررئېس بشار الاسد سره دامنېت او سوداگرۍ په مساېلو خبرى وکړى. عراق اوسورېې دتېرکال دنومبر په مېاشت کې خپلې دېپلوماتېکى اړېکى له شپږ وېشت کلونو نه وروسته بېا سره ټېنگې کړې. هغه وخت چې صدام حسېن د عراق مشر له سورېې سره ېې خپلې اړېکى ددې خبرې په بدل کې قطع کړې وې چې سورېې دعراق او اېران د ١٩٨٠ دلېسېزې په جگړه کې داېران ملاتړ کړى و. دعراق چارواکى وايي چې جمهوررئېس طآلبانى به د سورېې له جمهوررئېس ښاغلى اسد نه دا وغواړى چې خپل سرحد ددى لپاره کنترول کړى چې عراق ته دېاغېانو د تېرېدلو مخه ونېسي. واشنگټن په سورېه باندى دا تورلگوى چې سر تېرو ته اجازه ورکوى چې عراق ته ور واوړى او له ېاغېانو سره ېوځاى شى. خو دمشق دغه تور ردوي. دامرېکا جمهوررئېس جورج بش د چارشنبى په ورځ ووېل چې دامرېکا پوځ به دسورېې او اېران شبکى ختمى کړي.