دهند د اتراپردیش په ایالت کې دپولیو د مرض ٢٥ نوی پیښی شویدی

په هند کې مقامات وائې، ترټولو په پرنفوسه ایالت کې یوه هفته وروسته دفلج یا دپولیو ضد مبارزه پیل کیده خو له هغې نه دمخه پکې دپولیو ٢٥ نوی پیښی واقع شویدی . سباته دیکشنبی په ورځ په اتراپردیش کې په میلونوماشومانوته دپولیوضد واکسین په خوله څڅول کیدل .

ماموران وائې، دغه نوی پیښی په اتراپردیش کې واقع شویدی . دیکشنبی په ورځ داتراپردیش په ایالت کې پنځوس میلونه ماشومان دپولیو په ضد واکسین کیږی .

داتراپردیش ایالت ١٧٠ میلونه نفوس لری چې په ځینو لیری پرتو سیموکې ئې ډیر نیسمن خلک هم اوسیږی .

پولیو یوه ساری ناروغې ده چې معمولا په هغو ماشومانو اغیزه کوی چې عمرونه ئې دپنځوکالو نه کم وی . دغه ویروس دعصابوپه مرکزی سستم باندی حمله کوی . اکثره وخت دفلج کیدو سبب کیږی او ځینی وخت دمرگ سبب هم کیږی .