سیول دشمالی کوریا داتمی ازمایښت په  مرکزکې فعالیتونه څاری

دجنوبی کوریا مطبوعات وائې، حکومت دشمالی کوریا داتمی ازمایښت په مرکزکې د مشکوکو فعالیتونوڅارنه کوی چې پیونگ یانگ پکې دروانی میاشتی په سرکې لومړی اتمی ازمایښت وکړ.

رپوټونه دجنوبی کوریا دنظامی منابعو له قوله وائې،پیونگ یانگ دشمالی کوریا په شمال ختیځ کې په لیری پرته سیمه کې دپنگری په نامه نوی مرکزجوړوی . مگر دغه منابع وائې، دمرکز هدف څرگند ندی .

رپوټونه وائې، دجنوبی کوریا داستخباراتو اداری په دغه سیمه کې دلاریو او عسکروتحرکات له نژدی نه څاری چې دامعلومه کړی چې ددوهم اتمی ازمایښت لپاره تیاری نیول دی او یامازی دتیرایستلولپاره ټول دغه فعالتیونه کیږی .

دجنوبی کوریا مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې داکټوبر دنهمی نیټی دلومړی اتمی ازمایښت نه راپدی خوا په دغه اتمی مرکزکې یو شمیر مشکوکه تحرکات لیدل شویدی . مگر دجنوبی کوریا ماموران وائې، دوی پدی باره کې معلومات نلری چې بل اتمی ازمایښت نژدی دی .