عراقي ښارعماره کي د پولیسو او شیعه گانو تر مینځ په نښتو کي ١٥ تنه وژل سوي دي

عراقي مقامات وايي د عراق په جنوبي ښار عماره کي د پولیسو او شیعه گانو تر مینځ په نښتو کي ١٥ تنه وژل سوي دي.

عراقي مقاماتو د جمعې په ورځ وویل د پولیسو او مقتدا الصدر د پلویانو تر مینځ په جنگونو کي لږترلږه ٩٠ تنه ټپي سوي وو.

د مقتدا الصدر د مهدی د لښکر جنگیالیو د پنجشنبې د ورځي په جگړو کي د پولیسو درې سرماموریتونه تباه کړي وو.

د عراق صدراعظم، نوري المالکي، د عماره ښار ته خپل استازی د دغو جنگونو د ختمولو په مقصد استولی دی.

د برتانیې د پوځ یو ویاند وايي که ضرورت احساس سي، برتانیې عسکر عراقي قوې سره همکارۍ کولو ته چمتو دي.

عراقي او برتانوي مقامات شرایط او حالات نازک گڼي، مگر زیاتوي چي متارکه سوې ده.

عراقي مامورین وايي د عراق په نورو جنگونو کي د بلاد ښار د هاوان په حمله کي لږترلږه نهه تنه وژل سوي دی.