د ناتو عمومی منشی یاپ دی هوپ شیفر وایی چی ځینو ملکونو د ناتو هغي غوښتني ته جواب ویلی دی چی افغانستان ته یې د نورو عسکرو د لیږلو د پاره کړې ده ، مگر دغه اتحاد تر اوسه لا خپل هدف ته نه دی رسیدلی .
د ناتو اتحاد په افغانستان کی په ډیره غټه ځمکنۍ جگړه اخته دی چی ددې اتحاد په تاریخ کی ساری نه لری . د ناتو قوماندانان وایی چی د طالبانو سره جگړه یې تر هغې چی دوی فکر کاوه ډیره سخته ده .