د پاپ بېنېډېکټ معذرت غوښتنه د سخت درېځو مسلمانانو د غوسې په ارامولو کې ناکامه ده

د پاپ بېنېډېکټ معذرت غوښتنه دهغو خبرو په مقابل کې چې ده داسلام په باب کړې وې په دې کى ناکامه ده چې د سخت درېځو مسلمانانو غوسه ارامه کړى. هغوى وايي چې د پاپ دخواشېنىاظهارات کافى نه وو.

نن هم مظاهره چېان په پاکستانى کشمېر اوعراق کې سړکونو ته راووتل. هلته مسلمانانو د پاپ تمثال ته او ر واچاوه.

په تهران کې د اېران عالى مشر اېت الله خمېنى ووېل چې د پاپ اظهارات له هغه څه سره سم دى چې د ه، د اسلام خلاف د لوېدېځ مبارزه وبلله.

ېوه ورځ مخکى پاپ ووېل دى په دې متاسف دى چې مسلمانان دده په هغو خبرو باندى چې ېوه اونې مخکى ېې کړې وې، خواشېنى شوېدى. پاپ وېلى دى چى هغو خبرو دده د شخصى نظر نماېندگى نه کوله. پاپ ووېل دى په دې ډېر خواشېنىدى چې مسلمانان دده هغو خبرو چې ده پکى د المان علماو ته دمنځنېو پېړېو د ېو امپراطور نظر اقتباس کړى و، په غوسه کړېدى.

د رومن کاتولېک دکلېسا مشرانو چې د ېکشنبىپه ورځ کومه وېنا کړې وه له هغى نه مخکى واتېکان د شنبى په ورځ رسما معذرت غوښتى دى. اروپايي کومېسېون دپاپ د وېنا په باب وېلى دى چې پکارده هغه وېنا له عبارت نه بهر تعبېر نشى هغوى هغه څه محکوم کړل چې دوى ورته د پاپ د وېنا په باب له اندازى نه زېات عکس العمل وايي.