په عراق کى شېعه گانو دهېواد په جنوب کې د ېوى خود مختارى سېمى د جوړولو غوښتنه کړیده

دعراق پارلېمان د شېعه گانو پر هغه پېشنهاد باندى بحث ځنډولى دى چې دهېواد په جنوب کې ېو ه نوى خود مختاره سېمه جوړه کړي . دعراق چارواکى وايي چې په دغه پېشنهاد باندى غونډه په دې سبب وځنډول شوه چې د سنى سېاسى گونوندونو له خوانه په ټېنگه مخالفت وسو. هغوى استدلال کوى چى فېدرالېزم به دعراق د تجزېې سبب سى. دعراق په پارلېمان کې د شېعه گانو مهمه ډله چې د متحد عراقى گوند په نامه ېادېږى ېوه داسى لاېحه پارلېمان ته وړاندى کړېده چې په عراق کې د فېدرالى نظام غوښتنه کوى. په دغه وړاندېز کې د عراق په جنوب کې چې شېعه گان پکې اکثزېت دى د ېوې خودمختارى صوبى دمنځته راتلو غوښتنه هم شوېده.

دعراق سنېان په دې وېره لرى چې ددغه وړاندېز په عملى کېدلو سره به د عراق د تېلو غنى سېمى د شېعه گانو او کردانو لاسته ورشى اوسنېان به له مهمو غنى سېمو نه بى بر خى پاتى شى.