د اندونیزیا چارواکي وايي د غربي جاوا په یو تنکی ځوان کي د چرگانو د مرض وژنکی وایرس پیدا سوی دی.
د اندونیزیا روغتیا وزارت نن د شنبې په ورځ وویل دا ١٧ کلن ځوان همدا اوس په روغتون کي معالجه کېږي.
بخلوا، د کمبودیا روغتیا وزارت د هغه هیواد په جنوب شرقي برخه کي په چرگانو کي د وایرس خورېدل، اعلان کړل.
دا وزارت وايي د چرگانو مرض د یوه کلي په هیلو کي کشف سوی دی. همدا اوس، څه د پاسه زره هیلۍ وژل سوي دي، او مقامات کوښښ کوي چي دا ناورغي کنترول کړي او د خورېدو مخه یې ونیسي.
د کال ٢٠٠٣ راهیسي، د چرگانو ناروغۍ په شرقي اسیا کي څه د پاسه ١۴٠ تنه وژلي دي.