د افغانستان په جنوب کی ٨  افغان پولیسان او ١٢ یاغي طالبان وژل سوي دي

افغان مامورین وایی چی د کندهار د ولایت د پنجوایی په لسوالي کی په شخړو او جگړو کی د افغان پولیسو اته صاحب منصبان او دوولس یاغي طالبان وژل شوي دي .

په دې وروستیو میاشتو کی د افغانستان په جنوبی سیمو کی یو لړ جگړې رواني دي چی د ٢٠٠١ کال را پدې خوا کله چی د طالبانو رژیم ړنگ سو دا تر ټولو سختي جگړې دي .

ناتو ددې میاشتي په سر کی د افغانستان په شپږو جنوبي ولایتونو کی چی هلته طالبان ډیر فعال دي ، د امریکا په مشري د ائتلافي قواو نه امنیتي عملیات په خپله غاړه واخیستل .