دعراق ددفاع وزارت وايي چې د هغو دوه امرېکاېانو مړى د بغداد په جنوب کې پېدا شوى دى چې مخکى لادرکه شوى وو

دپوځ ېو نطاق جنرال عبدالعزېر محمد نن د سه شنبى په ورځ خبر ېالانو ته ووېل چې ددغو عسکرو مړى په ېوسفېه کې پېدا شوى دى او دمړو په اجسادو کې د تعذېب نښى نښانى لېدل کېږى.

دامرېکا د پوځ ېو نطآق دا تاېېد کړېده چې دوه مړى پېدا شوېدى خو تراوسه پورى دهغوى هوېت ندى معلوم شوى . په زرگونو عراقى اوامرېکايي عسکر په دوو لادرکه امرېکا يي عسکر و پسى گرځى. دا عسکر د تېرى جمعى په ورځ وروسته له هغه نه لادرکه شول چې دهغوى پر کاروان باندې نا څاپى حمله وشوه . په همدغه حمله کې ېو امرېکا ېې عسکر مړ شوى و.

په عېن حال کې د اېتلاف قواوې وايي چې دوى پنځه لس ېاغېان وژلى او څو تنه مشکوکان ېې په داسى تالاشېو کې نېولى دى چې په ېو وخت کې په څو ځاېونو کې روانى وې. داتالاشى نن د سه شنبى په ورځ د بقوبه د نارامه ښار په شمالى برخه کې وشوې.

په نورو جلا پېښو کې دعراق په پاېتخت بغداد کې شپږ کسان وژل شوى او دېرش تنه نور د بم په دوو چاودنو کې زخمېان شوى دى. ېو بم په مرکزى پارک کې چول شوى او بل د صد ر په ښار کى چې اکثرېت ېې شېعه دى چول شوى دى. په ېوه بله جلا پېښه کې دامرېکا پوځ پردرو امرېکاىى عسکر و باندى الزام لگولى دى چې تېره مېاشت ېې په عراق کې د صلاح الدېن په اېالت کې درى نا معلوم بندېان وژلى وو. دمقتو لانو په برخه کې همدومره وېل شوى دى چې د منځنى ختېځ وو.

په بصره کې ېو ځان وژونکى په هغه کور کې ځان په بم الوزولى دى چې بوډاگان پکى اوسېدل. په دغه چاودنه کې ېو سړ ى وژل شوى او درى تنه نور زخمېان شوىدى.