د نړی روغتیایی اداری د چین نه غوښتنه کړی چی په   هغه هیواد کی د مرغانو د وژونکی  مرض د خپریدلو وروستی دقیق معلومات ور سره شریک کی

د نړی روغتیایی اداری د چین نه غوښتنه کړی چی په هغه هیواد کی د مرغانو د وژونکی مرض د خپریدلو وروستی دقیق معلومات ور سره شریک کی

د ‏(‎دبلیو اچ او ‏)‎ یا د روغتیا نړیوالی اداری مامور ‏(‎شیگیرو اومی ‏)‎ چی پدی برخه کی ددی سیمی د چارو مشری هم په غاړه لری وویل چین کی سږ کال ددی مرض شپږ ایشت قضیی موجودی دی خو تر اوسه یی د نړیوالی اداری سره یی ددی ناروغانو لابراتواری سمپلونه ، معلومات او نتیجی ندی شریکی کړی. دی مامور وویل ددی وژونکی مرض په مقابل کی د چین تجربه په نړیواله سطحه ددی وژونکی مرض سره د مبارزی دپاره ډیره مهمه ده . چین د مرغانو د مرض یا انفلونزا د مخنوی دپاره سخت کمپاین پیل کړی دی چی په دی لړ کی یی په ملیون هاو چرگان چی ددی مرض شک پی راته له منځه وړی اود بلیونو نو چرگانو ، هیلیو او نورو کورنی مرغانو واکسینولو پروگرام ته یی ملا تړلی ده. ویل کیږی تر اوسه په چین کی دوه تنه ددی مرض نه مړه شویدی . دی مرض د دوه زره دریم کال نه را پدی خوا تر اوسه اویا تنه وژلی دی.