د کالامت سیند برخلیک - یوه موضوع څو زاویې

Your browser doesn’t support HTML5

د کالامت سیند غاړې ته پراته د امریکا بومي قبیلې له دغه سیند څخه د بندونو د لرې کولو غوښتنه کوي. د کالامت سیند چې په کلیفورنیا او اوریګن ایالتونو کې بهیږي څلور بندونه لري. د کالامت له سینده د بندونو د لرې کولو پریکړه په سیمه کې د امریکا د بومي یا اصلي قبیلو له څو لسیزو هلو ځلو او مبارزو وروسته کیږي چې ژوند او فرهنګ یې د همدغه سیند سره تړلی دی. د یوه موضوع څو زاویې خپرونه دې موضوع ته ځانګړې شوې.