د زمبابوې او افغانستان ملي کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې نن پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې د افغانستان پروړاندې د توپ اچوونې پریکړه وکړه.
افغانستان لپاره صدیق الله اتل او عبدالمالک لوبه پیل کړه او لومړۍ ویکټې لپاره یې په ګډه ۱۹۱ منډې وکړې.
صدیق الله اتل ۱۰۴ او عبدالمالک ۸۴ منډې وکړې.
زمبابوې لپاره نیومن نیموری تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه او په لسو اوورونو کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې .
افغانستان په ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۶ منډې وکړې چې په ځواب کې د زمبابوې ټوله لوبډله په ۵۴ منډو وسوځېدله.
د زمبابوې اتو لوبغاړو ونشو کړلای چې خپلې منډې له لسو واوړوي او درې لوبغاړي یې په صفر او دوه لوبغاړي یې یواځې په یوې منډې اوټ شول.
افغانستان لپاره نوید ځدراڼ او الله محمد غضنفر درې درې کسان اوټ کړل.
ټاکل شوې د دواړو هیوادونو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه به د دسمبر په ۲۱مه نیټه د هرارې په نړیوال لوبغالي کې تر سره شي.