په بلوچستان کې خبریالان معلوماتو د لاسرسي قانون د پلی کېدو غوښتنه کوي
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان يو شمېر ځوان خبريالان وايي، چې په دغه ايالت کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون په نشتون کې هغوی د راپورونو جوړولو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی پر حکومت غږ کوي چې ولس ته د کره او دقیقو معلوماتو د رسيدو او د ولسواکۍ د پياوړي کولو په خاطر دې ياد قانون ژر تر ژره پلی کړي.