د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د سه شنبې په ورځ، نومبر ۲۶(لیندۍ ۶مه) خبر ورکړی چې په سوریه کې یې د ایران پلوه یوې وسله والې ډلې د وسلو او مهماتو زیرمه د هوايي برید په ترڅ کې له منځه وړې ده.
سنتکام په خپله رسمي ایکس پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په سوریه کې ترسره شوی برید د هغو ایران پلوه ډلو د وروستیو بریدونو په ځواب کې شوی، کومو چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کړي وو.
په اعلامیه کې راغلي: "دغه برید د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ډلې د وسلو او مهماتو پر زیرمو د دې لپاره ترسره شوی چې د دې ډلې د راتلونکو بریدونو د پلان جوړونې او اجرا کولو وړتیا له منځه یووړل شي." اعلامیه زیاتوي چې دا اقدام همدارنګه د هغو امریکایي او ایتلافي ځواکونو د خونديتوب لپاره شوی، چې په سیمه کې د داعش د له منځه وړلو دنده پر مخ وړي.
د امریکا د پوځ مرکزي د قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان، ډګرجنرال مایکل اریک کوریلا، ویلي: "لکه څنګه چې مخکې مو هم ویلي وو؛ موږ به هېڅکله د خپلو ځواکونو او ایتلافي همکارانو پر وړاندې بریدونه ونه زغمو. زموږ ژمنه دا ده چې د دوی د خوندیتوب لپاره به ټول اړین ګامونه اخلو."
نوموړي زیاته کړه، چې د برید پایلې او ممکنه زیانونه ارزول کېږي، خو په اوسمهال د ملکي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
تر دې وړاندې، سنتکام د نومبر په ۱۱مه ویلي و چې د ایران اړوند نهه اهداف یې په سوریه کې په دوو بېلابېلو سیمو کې ویشتلي دي. هغه بریدونه هم په سیمه کې د امریکا پر ګټو، د ایران د ملاتړو ځواکونو د بریدونو ځواب بلل شوي وو.
اوس وخت د متحده ایالاتو ۹۰۰ سرتیري د سوریې په ختیځ کې او ۲۵۰۰ نور په عراق کې ځای پر ځای دي. د دوی دنده ځایي امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکول او د داعش د بیا راپورته کېدو مخنیوی دی.
په سوریې کې د متحدو ایالتونو لخوا دغه غچ اخیستونکی برید په داسې وخت کې ترسره شوی، چې په تېرو کلونو کې، په ځانګړي ډول د غزې د جګړې له پیل وروسته، د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ډلو پر امریکايي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي چې وخت ناوخته د امریکایي ځواکونو له لوري ورته ځواب ورکړل شوی.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس د وسله وال برید وروسته، د واشنګټن لخوا د اسرائیل د ملاتړ په غبرګون کې، د ایران ملاتړو ډلو په عراق او سوریه کې پر امریکایي ځواکونو څو ځله بریدونه وکړل. په ځواب کې، متحده ایالاتو په پرله پسې توګه په عراق او سوریه کې پر ایراني پلوه وسلهوالو ډلو هوايي بریدونه ترسره کړل.