په ژوب کې د عصري زده کړو بریالۍ هڅه

Your browser doesn’t support HTML5

د ژوب د بادنزي چنېزي کلي اوسیدونکی 'ملا' اکبر چنېزي، د عصري زده کړو اهمیت ته په کتو سره، څو کاله وړاندې د خپل کلي ماشومانو لپاره د زده کړو یوه نوې لړۍ پېل کړه.

د هغه د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کې نن ورځ، ددغه کلي ماشومان نه یوازې زده کړې کوي، بلکې د هغه یو شمېر زده کوونکي په لوړو زده کړو پسې د پاکستان بیلابېلو سیمو ته تللي.