د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د حکاکۍ هنر

Your browser doesn’t support HTML5

د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د سمینیاک ساحل د سیلانیانو او "سرف وهونکو" لپاره ځانګړی شهرت لري. په دې سیمه کې د نانو په نوم یو ځوان هنرمند په خپله کوچني هټي کې د "سرفینګ" د لرګیو پر تختو په خاص مهارت سره حکاکي کوي.

د امریکاغږ همکارې، شېلپي بترا، د نوموړي په اړه چې اوس یې په دې هنر کې د پام وړ مهارت ترلاسه کړی دی، دغه ویډیو چمتو کړې ده.