کرنیزه پرمختیا - یوه موضوع څو زاویې

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې یو شمیر کروندګر وایي د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ویش د کرنیزو حاصلاتو پر زیاتوالي اغیز لري او په دې سره کروندګر کولای شي بدیلو کښتونو ته مخه کړي. بلخوا د طالبانو د کرهنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د کروندګر د ملاتړ او د احتکار د مخنیوي په موخه د کروندګرو څخه غنم پېري.