د 'دوشیرا' جشن لپاره د لرګیو څخه د لوبو د توکو جوړول

Your browser doesn’t support HTML5

په هند کې د کوچیانو یوشمېر کورنۍ هر کال د سپتمبر په میاشت کې له ګجرات څخه راجستان ته د "دوشیرا" جشن لپاره سفر کوي. دغه کورنۍ شاوخوا یوه میاشت په راجستان کې د واټونو ترڅنګ ژوند کوي او په دې موده کې دوی د لرګیو څخه د لوبو توکو په جوړولو بوخت وي، ترڅو د جشن په لومړۍ ورځ یې وپلوري.

"دوشیرا" د هندوانو یو له مهمو جشنونو څخه دی چې د ښېګڼې په وسیله د بدۍ ماتې په کې نمانځل کیږي.