دوی د حکومت څخه غواړي چې د ښځینه ښوونکو د ګمارنې لپاره هراړخیزې هڅې وکړي، چې وکولای شي له یو مناسب او خوندي تعلیمي چاپیریال څخه برخمنې شي او خپل تعلیمي پرمختګ ته دوام ورکړي.
د ژوب په یو لیرې کلي کې د تعلیمي پرمختګ لپاره هڅې
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان د ژوب په یوه لیرې کلي کې نجونې د زده کړو سره بېساري لیوالتیا ښيي. سره له دې چې اوسمهال پدغه ځای کې ښځینه ښوونکي نشته، خو دغه نجونې خپلې زده کړې نه پرېږدي او د خپلو ټولګیوالو سره د زده کړو په دوام کې مرسته کوي.