د دې خوراک د ځانګړي خوند له امله، خلک یې خوړولو ته له لرې ځایونو څخه راځي.
په ژوب کې د 'بنو پلو' مینوال ورځ تر بلې زیاتیږي
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د 'بنو پلو' ډېر مینوال لري. دغه خواړه چې د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې له مشهورو خوراکونو څخه ګڼل کېږي، اوس د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هم ډېر مشهور شوی دی. 'بنو پلو' چې له وريجو او غوښې څخه جوړېږي، په ودونو او ځانګړو مراسمو کې پخېږي.