کوترو او نورو الوتونکو مرغانو ته دانې اچول؛ سم یا ناسم کار؟

Your browser doesn’t support HTML5

په ځینو ټولنو کې کوترو او نورو الوتونکو مرغانو ته دانې اچول او تغذیه کول یو ښه کار ګڼل کېږي او ډیری خلک معمولاً دا کار کوي، خو د چاپیریال ساتنې کارپوهان بیا د دې کړنې مخالف دي. د دوی په وینا، د کوترو یا نورو مرغانو تغذیه کول د چاپیریال طبیعي څرخ اغېزمنوي او کولی شي چاپیریالي ستونزې رامنځته کړي.

په دغې ویډیو کې چې د امریکا غږ همکارې شیلپي بترا رالېږلې ده، د هند په جیپور ښار کې د یوه پلورنځي مخې ته کوترو ته د دانې ورکولو بهیر انځور شوی.