مومند: ۳۵ کاله وشول چې کاکا مې لادرکه دی

Your browser doesn’t support HTML5

اګست ۳۰ په نړۍ کې د اجباري لادرکه کېدو د قربانیانو نړیواله ورځ په داسې حال ولمانځل شوه چې په افغانستان کې هم په څو لسېزو کې په زرګونه کسان لادرکه شوې. وحید مومند یو له هغو کسانو دی چې نږدې ۳۵ کاله مخکې یې تره عبدالسلام مومند د دندې پرمهال په کونړ ولایت کې لادرکه شوی او لا هم ورته سترګې په لار دي.